په زرګونو اسراییلیانو "د وزیراعظم بنیامین نتنیاهو حکومت له خوا د قانوني نظام د بیاکتنې او د سپریم کورټ کمزوري کولو د پلانونو" پر ضد احتجاج کړی دی.
مظاهرچیانو د جنورۍ پر ۱۴مه په تل ابیب کې وويل چې دا ګامونه پر جمهوري نظام د څار نظام ړنګوي.
دا احتجاج نتنیاهو او د هغه د ملي امنیتي چارو د وزیر ایتامار بېن ګویر پر وړاندې لومړنۍ ننګونه ده.
اسراییلیو رسنیو ویلي چې د یخنۍ او باران باوجود د ماسخوتن تر اتو بجو پورې د خلکو ګڼه ګوڼه په لسګونو زرو ته رسېدلې وه.
ایتامار بېن ګویر پولیسو ته امر کړی چې که احتجاج کوونکي سړکونه بند یا د فلسطین بېرغونه پورته کړي نو پر ضد دې یې سخت اقدام وکړي.