رپورټونه وايي چې کرېملین د دې لپاره چمتوالی نیسي چې وولادیمیر پوتین د یوې بلې دورې لپاره د روسیې ولسمشر وټاکي.
کمرسېنټ نومي یوې روسۍ ورځپاڼې لیکلي چې د کرېملین سیاسي سلاکارانو په دې اړه لومړني کارونه پیل کړي چې راروان کال په ولسمشریزو انتخاباتو کې یو ځل بیا د روسیې اوسنی ولسمشر ځان نوماند کړي.
کمرسېنټ ورځپاڼې د جنورۍ په ۱۳مه د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، " اټکل کېږي چې انتخابات به د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې وشي او ولاديمیر پوتین به پر دې سربېره دې ټاکنو ته نوماند وي چې له اوکراین سره یې د هیواد جګړه روانه ده."
تر دې وړاندې یوې بلې پرلیکه یا ان لاین ورځپاڼې ویورڅتکا هم د خپلو سرچینو څخه په اقتباس ورته خبر خپور کړی و چې په دې اړه تیارۍ روانې دي.
ولسمشر پوتین اوس ۷۰ کلن دی او له ۱۹۹۹ م کاله راهیسې د روسيې د وزیراعظم او ولسمشر په توګه یې خپله وظیفه پر مخ وړې ده.
په ۲۰۲۰م کال کې د روسیې په ایین کې له بدلونونو وروسته دا امکانات لیدل کېږي چې نوموړی به یو وارې بیا د ولسمشرۍ لپاره رامخې ته شي.