د خيبرپښتونخوا خلک د اوړو ارزانېدل غواړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خیبر پښتونخوا له بېلابېلو سیمو خلک هره ورځ پېښور ته د سرکاري اوړو اخیستلو لپاره ورځي. خو دوی وايي‌ ورځ تر بلې هغه سرکاري اوړه هم ګرانيږي چې حکومت په ارزانه بیه د ورکولو اعلان کړی دی. په همدې حال کې کاروباریان وايي چې پنجاب صوبې خيبر پښتونخوا ته اوړو لېږد بند کړی چې له وجې یې بحران رامنځته شوی دی. د عظمت علي شاه په ويډيو کې د خلکو خبرې او فریاد اورېدلی شئ.