جاويد اميرخېل وايي په پېښور کې يې ژوند او هنر دواړه ښه دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د دې اوونۍ د “هارون باچا هنري ګړۍ” خپرونې مېلمه سندرغاړی جاويد اميرخېل دی. نوموړي په کابل کې ژوند او هنر کاوه، خو تر هغې وروسته چې د افغانستان واکمني د طالبانو لاسو ته ولوېده او په هغه هېواد کې د موسيقۍ ترڅنګ پر نورو ښکليو هنرونو بنديز ولګېد، امرخېل هم د ګڼ شمېر نورو افغان هنرمندانو په څېر له افغانستانه وتلو ته اړ شو. نوموړی دا وخت په پېښور کې اوسي او لږې ورځې کېږي چې نوې سندره يې خپره کړې ده. په خپرونه کې د ده د ژوند او هنر په اړه د خبرو ترڅنګ يې ځينې سندرې هم اورېدای شئ