ناټو د اوکراین په ګاونډي هېواد بلغاریا کې پوځي مشقونه کړي دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پر اوکراین په فبرورۍ کې د روسیې یرغل د امنیت په اړه د اروپايي هېوادونو اندېښنې زیاتې کړې دي. اوکراین د ناټو غړی هېواد نه دی خو د هغه هېواد په ګاونډ کې د ناټو پوځي اېتلاف غړي هېوادونه پراته دي. د بلغاریا د ناټو پوځي مرکز د اېتلاف د جنوب ختیزې برخې د دفاع لپاره مهم بلل کېږي. د اېټالیا په مشرۍ په پوځي تمرینونو کې د بلغاریا، البانیا، یونان، شمالي مقدونیا، مونتېنېګرو او امریکا ځواکونو ګډون کړی دی. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.