عرفان کمال وايي د هنر په مټ "په تش جېب باچا" دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د دې اوونۍ په "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونه کې مو د خيبر پښتونخوا د مردان يو پېژندلی سندرغاړی عرفان کمال مېلمه دی. نوموړی د نوميالي سندرغاړي استاد فضل ربي زوی دی. کمال په لږه موده کې د ټپو او چاربیتو په مټ ځان ته مينه وال پيدا کړي دي. دی وايي، د خپل پلار په څېر ده ته هم د سيمې خلکو د يوه سندرغاړي په توګه درانه کتلي دي. د عرفان کمال د ژوند او هنر په اړه د ده خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.