د قطر د ملي ورځې مېلې لپاره تیاری روان دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

سږ کال د قطر ملي ورځ د فوټبال نړیوال جام له پایلوبې سره پر یوه ورځ یعنې د ډېسېمبر پر ۱۸مه لمانځل کېږي. د قطر حکومت د ملي ورځې لمانځنې لپاره تیارۍ کړې دي او وايي، دا به د هېواد د تاریخ تر ټولو لویه مېله وي چې پکې د ټولنې فرهنګ ښوول کېږي. مېلې ته به هغه بهرنیان هم ورځي چې قطر ته د فوټبال نړیوال جام سیالیو لیدلو ته ورغلي دي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.