د فرانسې او مراکش (المغرب) فوټبال لوبډلې په قطر کې د روان نړیوال جام د نیمه پایلوبو پړاو ته وتلې دي.
د فوټبال نړیوال جام د کوارټر فاینل درېیمه او څلورمه سیالي د ډېسېمبر پر ۱۰مه وشوه چې ورڅخه یې په لومړۍ لوبه کې مراکش د پورتګال لوبډلې ته ماتې ورکړه او وروسته فرانسې له انګلستانه سیالي وګټله.
مراکش د افریقا لویې وچې لومړنی هېواد دی چې د فوټبال نړیوال جام نیمه پایلوبو ته یې لاره موندلې ده.
دا وخت د نړۍ له ۳۲ لوبډلو څخه یوازې څلور لوبډلې پاتې شوې دي چې ترمینځ به یې د ډېسېمبر پر ۱۳مه او ۱۴مه نیمه پایلوبې کېږي.
د ډېسېمبر پر ۱۳مه د پېښور له وخت سره سم د شپې پر اتو او د کابل پر وخت پر اووه نیمو بجو به د ارجنټینا لوبډله له کروېشیا سره لوبه کوي. تر دې یوه ورځ وروسته ټاکل شوې چې فرانسه او مراکش د پېښور پر وخت د شپې پر ۱۲ او د کابل پر ۱۱ نیمو بجو یو بل ته مخامخ شي.
په سیالیو کې بریالۍ هغه به پایلوبې ته ځي او پاتې دوه لوبډلې به د نړیوال جام د درېیم مقام لپاره د ډېسېمبر پر ۱۷مه سیالي کوي.
د فوټبال د نړیوال کپ سیالۍ د نومبر په ۱۶ مه په قطر کې پیل شوې وې او پایلوبه یې د ډېسېمبر پر ۱۸ مه کېږي.