ترکيه د کرد ځواکونو پر ضد جګړې لپاره شامي جنګیالي روزي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ترکيه په شام کې د کرد ځواکونو پر ضد جګړې لپاره شامي جنګیالي روزي او غواړي چې په ترکيه کې د کرد وسلوالو د بریدونو د مخنیوي لپاره په شام کې تر ۳۰ کلومیټره دننه یوه "خوندي سيمه" رامينځ ته کړي خو د " شام جمهوري ځواک " چې د کردانو پوځ ګڼل کېږي، په شام کې د ترکيې د کاروايي پرضد جنګېږي. ترکيې په شام کې وروسته له هغې پوځي کاروايي زیاته کړې چې د نومبر پر ۱۳مه په استانبول ښار کې یوې چاودنې لږ تر لږه شپږ کسان ووژل او تر ۸۰ زیات یې ژوبل کړل. ترکيې د دې برید تور پر کرد ځواکونو پورې کوي خو هغوی دا تور ردوي. امریکا او روسيې پر دواړو خواوو غږ کړی چې د تشدد لړۍ ودروي. نور حال د فرانس پرېس خبري اژانس په ويډيويي راپور کې وګورئ