فوټبال نړیوال کپ: نن څلور لوبې کيږي

د فوټبال مينه وال د لوبې په مهال

په قطر کې روان فوټبال نړیوال جام کې نن (د نومبر پر ۲۴مه) څلور لوبې کيږي.

د فوټبال په نړیوال جام کې نن لومړۍ مسابقه د سویټزرلینډ او کېمرون ترمنځ د پېښور په وخت درې بجې، د یوروګوای او جنوبي کوریا لوبه پر شپږ بجې ده، د پرتګال او ګانا سیالي پر نهو او د برازیل او سربیا لوبه د شپې پر دولسو بجو ده.

په پرونیو لوبو کې جرمني چې څلور ځله د نړيوال فوټبال کپ اتل پاتې شوی، له جاپان څخه دوه د یوه په وړاندې ماتې وخوړه. بل لور ته د اروپا بلې پیاوړې ډلې سپېن د کاسټارېکا د صفر په مقابله کې ۷ ګولونه ووهل. همداراز بيلجيم کينيډا او فرانس اسټراليا ته ماتې ورکړه. د مراکش او کرویشيا او ميکسيکو او پولېنډ سیالۍ مساوي پاتې شوې.

دا لوبې په قطر کې د یکشنبې په ورځ پیل شوې چې پایلوبه به یې د دیسمبر پر اتلسمه وي.