د فوټبال نړيوالو سیالیو لپاره د سعودي مينه وال سندرې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

بدر ترکستانی په تېرو دوو لسیزو کې د سعودي د فوټبال ملي لوبډلې په ملاتړ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ګرځېدلی او په خپلو سندرو یې نندارچیان خوشحاله کړي دي. سږ کال د فوټبال د نړیوال جام سیالۍ په قطر کې کیږي چې ترکستانی یې خپل کور ګڼي. هغه هیله لري چې د دوحې د نېږدېوالي له کبله به د فوټبال سعودي مینه وال په لوی شمیر کې دوحې ته ورځي او خوندورې سیالۍ به کېږي. د اې ایف پي خبري اژانس ویډیو وګورئ