د پکتیکا د سرې کلا ښوونځي ته نوې وداني جوړه شوه

د پکتيکا د نوي جوړ شوي ښوونځي په ودانۍ کې ۴۰۰ ماشومان زده کړې کوي.

په پکتیکا کې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې لخوا د نجونو او هلکانو یو ښوونځي ته د څه د پاسه ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د مرکز ښرنې اړوند د سرې کلا په دې ښوونځي کې خواوشا ۴۰۰ نجونې او هلکان په زده کړو بوخت دي. تر دې وړاندې د ښوونځي د ودانۍ د نیشتوالي له کبله به ماشومان په اوړي کې ګرمۍ او په دوبي کې یخنۍ ته کېناستل.

ځايي خلک دې کار ته خوښ دي او غوښتنه کوي، چې د نجونو او هلکانو زده کوونکو لپاره دې مسلکي ښځينه او نارینه ښوونکي هم په دندو وګمارل شي.

د نومبر پر ۱۰مه قامي مشر حاجي ظاهرشاه د ښوونځي د نوې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې د خبرو پر مهال ګډونوالو ته وویل خوښ دي چې په یو ډېر ښکلي او پاخه ښوونځي کې ناست دي. "په داسې حال کې هم چې زده کوونکي ښه ونه روزل شي او یا ښوونکي د تدریس وړتیا ونه لري، نو دا هم ستونزه ده، نو موږ د خپلو زده کوونکو د روزنې لپاره مسلکي ښوونکو ته هم اړتیا لرو."

د سرې کلا ښونځي کې نجونې هم زده کړې کوي.

د پکتیکا د ځوانانو په استازیتوب محمدرحیم خوشحال وايي، د دې ولایت له هغو بنسټونو او ادارو سره همکاره دي، چې د افغاني ماشومانو، تنکیو زلمیانو او ځوانانو لپاره د ښوونیزو مرکزونو د جوړولو په برخه کې کار کوي.

د پکتیکا نجونې وايي، دوی له زده کړو سره مینه لري او غواړي زده کړې وکړي او په بېلابېلو برخو کې خپل هېواد او ولس ته د خدمت کولو جوګه شي.

د نوې سرې کلا د تمدن ښوونځي زده کوونکې شکریې له یادې موسسې مننه وکړه، چې هغوی ته يې د عملي او نظري زده کړو لپاره ښه چاپیریال او د زده کړو لازم وسایل برابر کړل.

په پکتیکا کې د سویډن کمېټې ولایتي مسوول سلطان محمود سهاک وايي، د تمدن ښوونځي نوې وداني ۱۲ تدریسي خونې، همدارنګه د کتابتون، لابراتور، کمپیوټر او ادارې لپاره جلا ځایونه لري، چې مالي لګښت يې سویډن کمېټې پر غاړه اخیستی دی.

ماشومان خوشحاله دي چې د ښوونځي ودانۍ ورته جوړه شوه.

د پکتیکا د پوهنې ریاست چارواکي په دې ولایت کې د نجونو او هلکانو د ښوونځيو لپاره د ودانیو، همدارنګه کتابتونونو، لابراتوارونو، برېښنا او کمپیوټرونو نشتون یوه مهمه ستونزه بولي او له اړوندو ادارو او مرستندویه بنسټونو په دې برخه کې د پاملرنې غوښتنه کوي.

د پکتیکا د پوهنې مشر مولوي میرزاعلي خان سعید وايي: "دا تعمیر چې څنګه ښکلی دی او تقریباً ۱۴ نیم میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې راغلی، همداسې برجسته، لیسانسه او دندو ته ژمن استادان هم باید ورته پیدا کړو."

پکتیکا د افغانستان له هغو ولایتونو دی، چې په ډیری سیمو کې يې ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې په بیدیاوو کې په اوړي کې ګرمۍ او په مني کې یخنۍ ته زده کړې کوي.

د پکتیکا د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو په تېر کې د پرلپسې جګړو او نا امنیو له کبله د زدکړو په ګډون د ژوند له ډېریو اسانتیاوو بې برخې پاتې شوې دي.