رفيقي: د ماشومانو ادبیات بايد پر شخصیت سازۍ تمرکز وکړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

اکادمي ادبيات پاکستان د اکتوبر له ۳۱مې د نومبر تر دويمې نېټې پورې په اسلام اباد کې د ماشومانو د ادبياتو پر موضوع درې ورځنی نړيوال کنفرانس جوړ کړی وو. دې غونډې ته د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو څېړونکو او ليکوالانو د ويډيو لېنک له لارې ويناوې وکړې. په کوټه کې د بلوچستان پوهنتون د ژبو، ادبياتو او کلتور د مطالعاتو څانګې مشر ډاکټر عبدالروف رفيقي هم کنفرانس ته په هغه صوبه کې د ماشومانو د ادب په برخه کې د شوي کار په اړه مقاله وړاندې کړه. زموږ همکار هارون باچا له ډاکټر رفيقي سره مرکه کړې او په پيل کې يې ورڅخه د ده د مقالې د مهمو نکتو په اړه پوښتنه کړې ده.