د مراکش د رباط ښار لارو کوڅو کې خلک انځورګري کوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مراکش په پلازمینه رباط کې د ګیلري په نامه د یوې هنري پروژې د لاندې د زوړ ښار لارې کوڅې په فنپارو سینګار شوي دي. په دې هنري میله کې د مقامي هنرمندانو فنپارې نندارې ته ایښودل شوي. دا رقم نندارتونونه په کال ۲۰۲۱ م کې د کورونا د وبا پر مهال د بندیزونو له کبله په لارو کوڅو او میدانونو کې پیل شوي وو خو وروسته ځینو هنرمندانو د دې پروژې د پر مخ وړلو لیوالتیا وښودله او تر رباطه ورسېده. اې اېف پي خبري اژانس پرې یو ویډیويي راپور خپور کړی چې پښتو بڼه یې دلته کتلی شئ: