نړيواله جايزه ګټونکې الماس خانم وايي په نړۍ کې د پښتنو غږ پورته کول غواړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ملاکنډ درګۍ هريان کوټ کلي الماس خانم يو جوړ کړي انځور په نړيوالو سياليو کې لومړۍ جايزه ګټلې ده. دغه جايزه د اکتوبر پر ۲۷مه په بريتانيه کې ورکړل شوه خو الماس خانم د ويزې نه تر لاسه کېدو له امله په هغه دستوره کې ګډون ونکړ. نوموړې وايي د خپلو جوړ کړيو انځورونو له لارې په نړۍ کې د پښتنو غږ پورته کول غواړي.