سردار يوسفزی وايي په سيمه کې سندرې ته درانه نه کتل کېږي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال راډيو د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې د دې اوونۍ مېلمه د خيبر پښتونخوا د ملاکنډ يو پېژندلی سندرغاړی سردار يوسفزی دی. نوموړی وايي، له ۱۹۸۴ز راهيسې سندرې وايي، خو اولنی غږیز البم يې په ۲۰۰۵ز کې خپور کړی وو. يوسفزی په خپګان وايي چې په سيمه کې يې هنر او هنرمند ته درانه نه کتل کېږي. د ده په خبره، په ملاکنډ کې يو وارې بيا د وسلوالو د موجوديت له امله که له يوې خوا عام خلک په وېره کې دي نو له بلې خوا هنرمندان په خلاص مټ هنر نشي کولی. د يوسفزي خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.