"د ښځو کتابتون" د افغان مېرمنو د لوست وړيا وسیله ده

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په کابل کې په یوه مغازه کې د ښځو لپاره یو کتابتون جوړ شوی چې افغان مېرمنې د کتاب لوستلو لپاره ورځي. په دغه کتابتون کې تر يو زر زيات کتابونه دي چې ښځې یې وړیا کارولای شي. د کتابتون چلوونکې ښځینه فعالانې دي چې وايي، د طالبانو په حکومت کې د ښځو پر تعلیم د محدودیتونو پر مهال کتابتون د لوست يوه وسيله ده. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس ویډیويي راپور وګورئ