ایران کې حکومت ضد مظاهرې روانې دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په ایران کې مظاهرې د سېپټېمبر پر ۱۶مه د مهسا امیني په نوم د یوې ښځې تر مړینې وروسته پیل شوې. احتجاجیان وايي، د ګشت ارشاد په نوم د پولیسو په ولکه کې تر ژوبلېدو او بېهوښه کېدو وروسته په روغتون کې ومړه. پولیسو هغه د حجاب قانون سرغړونې په تور نیولې وه. د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې له ویډیو جوړ رپورټ.