بلوچستان کې د معیادي تبې واکسينو کيمپېن روان دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په بلوچستان کې د اکتوبر له درېیمې څخه ماشومانو ته د معیادي تبې (ټايفایډ) واکسین ورکولو کیمپېن پیل شوی دی. د روغتيا صوبايي چارواکي وايي چې د روان کيمپېن پر مهال به له نهو میاشتو څخه تر ۱۵ کلونو پورې عمر لرونکي تر ۱،۷۰۰،۰۰۰ زیات ماشومان واکسین شي. د بلوچستان په ۱۵۳ ښارونو کې به دغه واکسيني کيمپېن د اکتوبر تر ۱۵ مې پورې روان وي.