په انډونیزيا کې د فوټبال تر لوبې وروسته په ټېل ماټېل او له پوليسو سره په نښته کې د وژل شویو شمېر ۱۷۴ ته رسېدلی دی.
پولیس وايي، دا پېښه د اکتوبر پر لومړۍ نېټه په ختيځې جاوا سیمه کې شوې او لږترلږه ۱۸۰ کسان پکې زخمي شوي هم دي. دا د لوبو پر مهال له بدترینو پېښو څخه یوه ده.
مرګژوبله تر هغې وروسته شوې چې د فوټبال په يوې سيالۍ کې مېلمنې لوبډلې پرسېبايا سورابايا کوربه لوبډلې ارېما ملنګ ته ماتې ورکړه.
د ارېما مينه والو پر لوبغاړو بوتلونه ویشتل پيل کړل چې له وجې یې وارخطايي او ګډوډي پیدا شوه.
د چارواکو په وينا، پولیسو د خلکو د ورغونډېدو مخنيوي لپاره اوښکې بهوونکی ګیس وکاراوه چې له امله يې د پولیسو او فوټبال مينه والو ترمینځ نښتې وشوې.
چارواکو ويلي چې د ځينو زخميانو روغتيايي حالت ښه نه دی نو ښايي د مړو شمېر لوړ شي.
رسنۍ د چارواکو په حواله زیاتوي چې لوبغالي ته شاوخوا ۴۰،۰۰۰ کسان د سیالۍ نندارې ته ورغلي ول او شاوخوا ۳،۰۰۰ یې یو دم د لوبې ډګر ته ورننوتل چې له وجې یې ګډوډي او ټېل ماټېل جوړ شو.