شام کې د سرې جوړولو لپاره چينجي کارول کېږي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د شام يو اوسېدونکی حسن خلیفه له چینجو کرهنيزه سره جوړوي. نوموړی وایي دا د تورو زرو غوندې ده ځکه چې ډېرې ګټې لري. خليفه د دې لپاره یو فارم جوړ کړی او په لکونو چینجي پالي او سره ورڅخه جوړوي. نوموړی وایي چې د دې سرې ګټې د کیمیایي سرې پرتله ډېرې زیاتې دي. رویټرز اژانس په دې اړه ويډيويي راپور خپور کړی چې فرخنده اسد يې وړاندې کوي.