د پښتنو کلتوري ورځ په اتڼونو، موسيقۍ او نندارتونونو ولمانځل شوه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سېپټېمبر پر ۲۳مه د پښتنو د کلتوري ورځې په مناسبت د پاکستان په یوشمېر ښارونو کې غونډې جوړې وې. په کوټه کې د پښتنو ملتپالو ګوندونو او ليکوالانو لخوا د ښار په بېلا بېلو برخو کې دودیز اتڼونه او د موسیقۍ پروګرامونه وشول. پر دې سربېره په پښتو اکاډمۍ کوټه کې انځوریز نندارتون هم جوړ شوی وو.