تاج محل ته ورغلي سیلانیان له بیزوګانو تنګ دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د هند د اګرې تاج محل چې په ټوله نړۍ کې د مینې د یادګار په توګه پېژندل کېږي او هر کال ورته په لکونو سیلانیان ورځي، نن سبا پکې بیزوګانې زیاتې لیدل کېږي. سیلانیان شکایت کوي چې بیزوګانې یې تنګوي او اکثره وخت ترې څیزونه تښتوي. بلخوا د اګرې اوسېدونکو پر چارواکو غږ کړی چې تاج محل دې له شاديګانو (شادوګانو) پاک کړي. نور تفصیل د رویټرز په ویډیويي راپور کې.