جرمني کې له غرونو څخه د مالونو ستنولو پر مهال دودیزه مېله شوې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د جرمني په بوېریا ایالت کې هر کال په اوړي کې د یوشمېر کمپنیو یا شرکتونو کارکوونکي د خلکو غواګانې غرونو ته لېږدوي، تر سېپټېمبر پورې یې هلته څروي او په بدل کې یې له مالکانو پیسې اخلي. د مني د پیلېدو په ورځو کې د مالونو ستنولو پر وخت دودیزه مېله هم جوړېږي چې ورته ګڼ خلک ورځي. هغه مېله دا ځل په ۲۰۲۰ز کال کې د کووېډ-۱۹ جهاني وبا له وجې تر دوه کلن ځنډ وروسته شوې. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.