د کراچۍ پولیسو د ټي ټي پي او د القاعدې د ۲ مشکوکو وسله والو نیولو دعوه کړې

پولیسو په بیانونو کې ویلي دي چې دواړه کسان د ترهګرۍ ضد څانګې کارکوونکو د کارروایانو پرمهال نیولي - پخوانی انځور.

په کراچۍ کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په دوو بېلابېلو کارروایانو کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د یوې ډلې او د القاعدې ډلې د دوو مشکوکو وسله والو نیولو دعوه کړې.

د ترهګرۍ ضد څانګې د سېبټمبر پر ۱۱مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د استخباراتي معلوماتو پر اساس یې د کراچۍ په سایټ مېټرووېل سیمه کې له خټک څلورلارې سره نېږدې کارروايي وکړه چې پکې یې د تحریک طالبان پاکستان ګیدړ ګروپ یو وسله وال محمد شاه له وسلې سره نیولی دی. د خبرپاڼې له مخې، هغه وسله وال د "ډینګ، طلحه او محمد علي" په نومونو هم یادېده.

د سي ټي ډي له خبرپاڼې سره سم، محمد شاه د پېښور پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې ته هم په یو شمېر بریدونو او له خلکو څخه د باج (بتو) په غوښتلو کې مطلوب وو.

د تحریک طالبان پاکستان ګیدړ ډلې لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې دا راز، د سېبټمبر پر ۱۱مه په یوه بل بیان کې دعوه کړې چې د کراچۍ ښار د مرکزي یا سېنټرل ضلعې په یوه مارکېټ کې یې د کارروايي پر مهال د هند په نیمه وچه کې د القاعدې ډلې د څانګې یو وسله وال صهېب عرف عثمان نیولی دی چې ورڅخه یې یوه تفنګچه او لاسي بم هم ترلاسه کړی دی.

سي ټي ډي زیاتوي چې صهېب د هند په نیمه وچه کې د القاعدې د اطلاعاتي چارو د څانګې مشر وو او دا چې په نیولو کې یې ورسره استخباراتي ادارو هم مرسته کړې ده.