ایا د عمران خان د ژر انتخاباتو غوښتنه د پوځ نوي مشر ټاکلو له موضوع سره تړلې؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د تحریک انصاف مشر عمران خان د حکومت ضد ولسي غونډو او د ضمني انتخاباتو کیمپېن ته دوام ورکړی او ژر د ټولټاکنو د نېټې اعلانولو غوښتنه کوي. نوموړي په خپلو ویناوو کې کله په اشارو او کله هم مستقیماً پر پوځ نیوکې کوي خو د سېپټېمبر پر څلورمه یې د پوځ د نوي مشر ټاکنې په اړه څرګندونې د حکومت، پوځ او سیاسي مشرتابه له سخت غبرګون سره مخامخ شوې. تر دې مخکې به یوشمېر شنونکو ګومان کاوه چې عمران خان ځکه ژر د انتخاباتو غوښتنه کوي چې غواړي اوسنی حکومت د پوځ د راتلونکي مشر د ټاکلو موقع و نه لري. په مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې پر همدې موضوع بحث شوی دی چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.