ملګري ملتونه: طالبان دې د 'الهې' قضیه په شفافه توګه وڅېړي

یوناما د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې چې د مېرمنو له حقونو د سرغړونې په برخه کې ټولې شوې ادعاګانې په شفافه بڼه وڅېړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر " یوناما " په افغانستان کې د یو پخواني طالب چارواکي له خوا د الهې په نوم له یوې نجلې سره د جبري واده او له هغې د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه د شویو ادعاګانو په تړاو اندېښنه ښودلې.

یوناما د سېپټمبر پر دویمه پر ټویټر د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې چې د مېرمنو له حقونو د سرغړونې په برخه کې ټولې شوې ادعاګانې په شفافه بڼه وڅېړي.

بل پلو یو شمېر معترضو مېرمنو هم په کابل کې په یو سرپټي ځای کې د الهې لپاره د عدالت غږ پورته کړ. دوی وویل، طالبان د حاکم نظام مسوولان باید عدالت ټینګ کړي.

دا له هغه وروسته ده چې درې ورځې وړاندې په ټولنیزو پاڼو کې یوه ویډیو خپره شوه چې په هغې کې د الهې په نوم یوې نجلۍ د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند سعید خوستي باندې تور پورې کړی چې اووه میاشتې وړاندې یې جبري واده ته مجبوره کړې او جنسي تېری یې پرې کړی.

سعید خوستي په خپل ټوېټر پاڼه له دې نجلۍ سره واده تایید کړی او ویلي یې دي چې اوس له هغې جلا شوی دی. نوموړي همداراز ویلي چې الهه یې نه ده وهلې.

د دې ویډیو خپرېدو په افغانستان دننه او بهر د افغانانو توند غبرګونونه پارولي وو.