يو پښتون انځورګر د غنمو له ډنډرونو څخه انځورونه جوړوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

غنم په بېلا بېلو بڼو استعمالېږي خو د پېښور سيد عابد شاه يې له دوزو يا ډنډرونو څخه بیا انځورونه جوړوي خو ورسره دا ويره لري چې که بل څوک ورڅخه دغه هنر زده نه کړي نو ښايي ختم شي. هغه په کور کې انځورونه جوړوي او مازیګر يې د پېښور په بازار کې خرڅوي.