د ظواهري وژنه د پاکستان او طالبانو حکومت ترمینځ پر اړیکو څه اغېز لرلای شي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د امريکا ډرون الوتکې د جولای پر ۳۱مه نېټه په کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وواژه. د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د اګست پر دويمه نېټه په بیان کې ویلي چې له نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو له قراردادونو سره سم، د ترهګرۍ پر ضد له دريځ سره ولاړ دی. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د الظواهري پر وژنه لا خاموشه دی. البته بريد يې د امريکا، افغانستان او سيمې د ګټو خلاف عمل بللی دی. پاکستان چې له د طالبانو حکومت سره ژورې اړيکې لري په تازه بیان کې په ظاهره د بريد ملاتړ کړی دی. نو په داسې حال کې پوښتنه پیدا کېږي چې ایا دا به د پاکستان او طالبانو پر اړيکو اغېز وکړي؟ پر دې او نورو پوښتنو په مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې بحث شوی چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.