اروپا کې ګرمي: فعالانو د بګيو د اسونو درولو غږ کړی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د اروپايي هېواد اسټریا په پلازمېنه ويانا کې پر سړکونو د اسونو روایتي بګۍ لیدل کېږي چې فیاکار نومېږي. دا له مودو راهیسې د ویانا د کلتوري ژوند یوه برخه ده او سیلانیان د ښار سیل پکې کوي، خو اوس د څارويو د حقونو فعالانو غوښتنه کړې چې په اروپا کې د تودوخې کچه لوړه شوې نو په سختې ګرمۍ کې له اسونو څخه د مشقت اخيستلو کار دې نور ودرول شي. فرانس پرېس خبري اژانس په دې اړه ويډيويي راپور جوړ کړی چې شاهين بونېري پښتو کړی دی.