له سپوږمۍ سره د انسان رشته زرګونه کاله پخوانۍ ده

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ملګرو ملتونو عمومي جرګې په ۲۰۲۱ز کال کې یو پرېکړه لیک منظور کړ چې ورسره سم، د جولای ۲۰مه د سپوږمۍ نړیوالې ورځې په توګه ونومول شوه. انسان له لمر او سپوږمۍ سره خورا پخوانۍ رشته لري. انسانان اکثر د څوارلسمې سپوږمۍ ننداره کوي او ښایسته یې بولي. په پخوا وختونو کې به خلکو او کاروانونو شپې مهال د سپوږمۍ په رڼا کې خپلو سفرونو ته دوام ورکاوه. د سپوږمۍ نړیوالې ورځې په مناسبت دا رپورټ په سندره پیلېږي.