د سري لنکا ولسمشر او وزیراعظم له دندو پر ګوښه کېدو سلا شوي

ګڼ مظاهره کوونکي د جولای پر نهمه د سري لنکا د ولسمشر په ماڼۍ ورننوتل.

د سري لنکا ولسمشر ګوتابایا راجاپکسا او وزیراعظم رنیل وېکرماسېنګا له خپلو دندو څخه پر ګوښه کېدو سلا شوي دي.

دا تر هغې وروسته ده چې د جنوبي اسیا په هغه هېواد کې د اقتصادي بحران پر ضد زرګونه قهرجن مظاهره چیان د ولسمشر په ماڼۍ ورننوتل او همداراز یې د وزیراعظم پر شخصي استوګنځي برید وکړ.

د پارلېمان مشر (سپیکر) مهېندا یاپا ابېوردنا د جولای پر نهمه په ټېلېوېژني وینا کې وویل چې راجاپکسا ته یې ویلي چې پارلېماني مشرانو په غونډه کې پرېکړه کړې چې له هغه وغواړي چې له دندې ګوښه شي او هغه موافقه وکړه.

ابېوردنا ویلي دي چې راجاپکسا به د راتلونکې اوونۍ تر نیمايي پورې د دې لپاره پر خپله دنده پاتې شي چې "په سوله ییز ډول واک بل کس ته انتقال" کړي.

تر دې اعلان څو ساعته مخک، په کولمبو کې مظاهره کوونکي د ولسمشر دولتي ماڼۍ ته ورننوتل او د سري لنکا د وزیراعظم دفتر ویلي دي چې مظاهره چیانو د هغه کور ته اور اچولی دی.

هغه مهال چارواکو ویلي ول چې ولسمشر او وزیراعظم یې خوندي ځایونو ته لېږدولي دي.