خیبر پښتونخوا کې زرګونه څاروي په "لمپي سکين" ناروغۍ اخته شوي

خيبر پښتونخوا کې يو ماشوم څاروي پيايي ــ انځور له ارشيفه

د خیبر پښتونخوا د مالدارۍ اداره وايي، په هغه صوبه کې د جون تر ۳۰مې تر نهه زره زیاتې غواګانې او غوایان د "لمپي سکين" په نوم د څرمنې په ناروغۍ اخته شوي دي.

د ادارې د وبايي ناروغیو څانګې مشر ډاکتر اسد الله شاه پرون (د جون پر ۳۰مه) مشال راډیو ته وویل، د ناروغۍ له وجې تر اوسه تر ۲۵۰ زیات څاروي مړه شوي دي. نوموړي وویل، تر اوسه یې تر یو نیم لک زیات څاروي واکسین کړي دي.

ډاکتر شاه وايي، د هغې وایرسي ناروغۍ زیاتره پېښې په وزیرستانونو، کوهاټ، بنو، لکي مروت او ډېره اسماعیل خان کې ثبت شوې دي. دی زیاتوي چې د ناروغۍ ښکار څارویو څرمن غوټې، غوټې کېږي او تبه او د زکام علامات لري.

ډاکتر اسد الله شاه زیاته کړه چې مېښې هم د هغه وایرس ښکار کېدای شي خو په پاکستان کې یې تر اوسه یوازې غواګانې او غوایان ناروغه کړي دي.

د خیبر پښتونخوا د مالدارۍ ادارې دا معلومات پر داسې مهال خپاره کړي چې د پاکستان حکومت د جولای پر ۱۰مه د لوی اختر لمانځلو اعلان کړی دی چې پکې خلک د څارویو قرباني کوي. خو روغتیاپالان وايي، انسانان د دې ناروغۍ نه ښکار کېږي او دا چې د ناروغه څارویو غوښه د خوراک لپاره محفوظه ده.