پاکستان کې د جولای پر ۱۰مه لوی اختر لمانځل کېږي

پاکستانۍ مېرمنې په اخترونو کې پر لاسونو په نکريزو بېلا بېلې نقاشۍ جوړوي ــ انځور له ارشيفه

پاکستان کې د مياشت ليدلو سرکاري کمېټۍ ويلي چې د اسلامي هجري قمري کال د ذوالحجې میاشت نه ده ليدل شوې او په دې حساب به هلته لوی اختر د جولای پر ۱۰مه (د اتوار یا يکشنبې پر ورځ) لمانځل کېږي.

د رویت هلال کمېټۍ مشر مولانا عبدالخبیر ازاد د جون ۲۹مې پر ماښام په کراچۍ کې خبري غونډې ته وویل چې د هېواد "له یوې برخې هم ورته د میاشتې لېدلو شهادت نه دی" ورغلی نو ځکه د کمېټۍ غړو په متفقه توګه د جولای پر ۱۰مه د لوی اختر لمانځلو پرېکړه وکړه.

بلخوا د سعودي عرب سترې محکمې د جون ۲۹مې پر ماښام اعلان وکړ چې هلته به د جولای پر اتمه عرفات او د جولای پر نهمه د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.

د سعودي دولتي خبري اژانس د سپريم کورټ په حواله په خبر کې ویلي چې د چارشنبې (شورو) پر ورځ په هغه هېواد کې د ذوالحجې مياشت لیدل شوې.

د ذوالحجې په میاشت کې لکونه مسلمانان سعودي عرب ته د حج لپاره ځي. سږ کال له ۲۰۲۰ز کال راهیسې لومړی ځل دی چې ریاض لکونه خلکو ته هلته د حج لپاره د ورتګ اجازه ورکړې وه. په تېرو دوو کلونو کې د هغه هېواد حکومت د کورونا وایرس جهاني وبا کنټرولولو لپاره د حج مراسم خورا زیات محدود کړي ول.