د فرانسې د ولسمشر اېتلاف ښايي د پارلېمان زیاتې څوکۍ وګټي

یو چارواکی د جون پر ۱۲مه د انتخاباتو تر لومړي پړاو وروسته رایې شماري.

لومړني اټکلونه ښيي چې د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون منځدریځه اېتلاف ښايي په پارلېماني انتخاباتو کې تر ټولو زیاتې رایې ترلاسه کړي. خو دا روښانه نه ده چې ایا د ووټونو تر لومړي پړاو وروسته به هغه اېتلاف د قانون جوړونې لپاره خپل اکثریت برقراره وساتلای شي او که څنګه.

د جون پر ۱۲مه تر انتخاباتو وروسته جزوي نتیجې ښيي چې د مکرون ګوند او ملګرو یې له ۲۵ څخه تر ۲۶ فیصده پورې رایې ګټلې دي.

له زرغون ګوند، سوشلېسټانو او د کیڼ اړخو له پلویانو جوړ نوي اېتلاف تر مکرون وروسته زیاتې رایې ترلاسه کړې دي.

خو له اټکلونو سره سم، د مکرون اېتلاف نوماندان ښايي په زیاتره ولسوالۍ کې ګڼې څوکۍ وګټي.

د مکرون اېتلاف ښايي د لومړي او دویم پړاو په انتخاباتو کې له ۲۲۵ څخه تر ۳۱۰ پورې او کیڼ لاسی اېتلاف ښايي له ۱۵۰ څخه تر ۲۲۰ پورې څوکۍ وګټي.

مکرون به په پارلېمان کې د قانون جوړونې لپاره له ټولو ۵۷۷ څوکیو څخه لږترلږه ۲۸۹ څوکیو ته اړتیا ولري.