د نړۍ تر ټولو زړې ښځې د اوږد عمر راز څه دی؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په فرانسه کې د نړۍ تر ټولو زړې ښځې عمر ۱۱۸ کاله دی. د لوسايل رېنډن د سترګو دید تللی، په غوږونو درنه ده او له ځايه نه شې پاڅېدلی مګر زړه یې ځوان دی او مېلمنو سره اوږدې خبرې خوند ورکوي. نوموړې وايي، د ډېر عمر لامل یې ښايي له خلکو سره د مینې او احترام رويه وي. رېنډن غواړي د يو بل رېکارډ‌ جوړولو لپاره لږترلږه څلور يا پينځه کاله نور ژوند وکړي. د اژانس فرانس پرېس له ویډیو جوړ رپورټ.