د بلخ ماشوم له برمتګرو راخلاص او کورنۍ ته یې وسپارل شو

طالبانو بلخ کې عبدالرووف له برمته کوونکو له منګلو خلاص کړ

په بلخ کې برمته شوى عبدالروف د تښتونکو له منګولو خلاص او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په بلخ کې یوې غونډې ته وویل چې عبدالرووف د هغو جرمي شبکو له خوا تښتول شوی وو چې د ده په خبره له تېرې ادارې سره یې اړیکې درلودې.

عبدالرووف نږدې دوه کاله مخکې له مزارشریف ښار څخه تښتول شوی وو خو په بلخ کې د پخوانۍ ادارې له هڅو سربېره د هغه خلاصون ممکن شوی نه و.

طالبانو بلخ کې عبدالرووف له برمته کوونکو له منګلو خلاص کړ

د ۱۱ کلن عبدالرووف پلار محمد نبي د اپریل پر ۲۳مه، د هغه د تسلیمۍ پر مهال د طالبانو له چارواکو مننه وکړه چې د هغه د زوی په خوشې کولو کې یې هڅې وکړې. محمدنبي مخکې ویلي وو چې تښتونکو یې د زوی د خوشې کولو په بدل کې ان تر درې میلیون ډالره ترې غوښتي وو.

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي له دې پرته د چې د اختطافګرو په اړه ډېر جزییات ورکړي ویې ویل چې د عبدالرووف د تښتوونکې شبکې اصلي عاملین بهر تښتيدلي دي.

طالبانو څه وخت مخکې د مخدوم عالم په نوم خپل یو مشهوره قومندان په فاریاب کې ونیوه او په هغه باندې د ګڼو نورو تورونو تر څنګ دا تور هم لګول شوی وو چې د عبدالرووف په تښتولو کې دخیل وو.

مخدوم څو ورځې مخکې بېرته د طالبانو له خوا خوشې شو.