د افغانستان په کندز ولایت کې چاودنې لږترلږه ٣٣ کسان وژلي او ۴۳ یې نور ټپي کړي دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلي چې دا پېښه د اپریل پر ۲۲مه مازیګر د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په یوه مسجد کې شوې ده.
نوموړی پخلی کړی چې په دې چاودنه کې ۳۳ ولسي وګړي وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان دي.
د ده په وینا، په وژل شویو او ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي.
۱/۲- په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې نن مازدیګر دکندز امام صاحب ولسوالۍ په یوه مسجد کې چاودنه شوې. ۳۳ ولسي خلک چې ماشومان هم پکې دي شهیدان او ۴۳ تنه نور ټپیان شوي دي.موږ دغه جنایت غندو، شهیدانو ته جنت الفردوس او ټپیانو ته عاجله شفا غواړو او له غم ځپلو سره ژوره خواخوږي ښیو.
— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) April 22, 2022
ذبیح الله مجاهد دغه پېښه غندلې او هوډ یې ښودلی چې په دې پېښه کې لاس لرونکو ته به سزا ورکوي.
تراوسه کومې وسله والې ډلې د دې پېښې مسووليت نه دى منلى.
خو تر دې وړاندې د اپرېل پر ۲۱مه د شویو یو شمېر چاودنو ذمه واري له داعش وسله والې ډلې سره تړلې اسلامي دولت خراسان ډلې منلې وه.
په دې چاودنو کې تر ټولو خونړۍ هغه د مزار شریف په پر یو شعیه مسلکه جومات شوې وه چې لږترلږه ۱۲ عبادت کوونکي یې وژلي او ۵۸ یې نور ټپي کړي وو.
دا هم وګورئ: د مزارشریف په چاودنه کې د وژلیو شمېر ۲۵ ته ورسېدطالب چارواکو د اپریل پر ۲۲مه وویل چې په مزارشریف ښار کې یې د اهلتشیع پر جومات د پروني برید طراح نیولی دی.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد نن مشال راډیو ته وویل، یاد کس په دې ولایت کې د داعش مسوول او د دې بریدونو طراح وو.
ده وویل، "د دې بریدونو د تعقیب په موخه استخباراتي ځواکونه وتوانېدل چې د پېښو طراح چې د داعش ډلې مسوول هم ونیسي. دی په تېر کې په بلخ او اوسنیو عملیاتو تر شاه و چې د ملکي خلکو خصوصا زموږ د اهلتشیع هېوادوالو ترمنځ یې چاودنه وکړه."
په افغانستان کې په دې وروستیو کې چاودونې زیاتې شوې دي چې له کبله یې ګڼ شمېر ولسي وګړي او ځینې طالب غړي هم وژل شوي دي.