عمران خان پر پلویانو غږ کړی چې د اسلام اباد پر لور لاریون ته تیار اوسي

عمران خان یو ځل بیا تور پورې کړ چې حکومت یې د "بهرني سازش" په نتیجه کې ړنګ شو: انځور له ارشیفه

د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان د نوي حکومت پرضد د اسلام اباد پر لوري د احتجاجي لاریون اعلان کړی دی.

نوموړي د اپریل پر ۲۱مه ناوخته په لاهور کې جلسې ته په وینا کې د لاریون نېټه و نه ښوده خو پر خلکو یې غږ وکړ چې په دې تحریک کې دې ورسره ملګري شي.

ده وویل، "تاسې ټول اسلام اباد ته د ورتګ لپاره زما د اعلان انتظار وکړئ."

نوموړي زیاته کړه چې ده د خپل ګوند ټولو مشرانو ته ویلي دي چې دوی دې د ټول پاکستان پر کچ خلک تیار کړي او د خپلې واقعي ازادۍ په تحریک کې دې ټول شامل کړي.

پاکستان تحریک انصاف ګوند تر دې وړاندې د اپریل پر ۱۶مه په کراچۍ کې مظاهره کړې وه.

نوموړي د لاهور په جلسه کې یو ځل بیا تور پورې کړ چې حکومت یې د "بهرني سازش" په نتیجه کې ړنګ شو.

د اپوزېشن له خوا د عدم اعتماد تحریک له لارې لرې کړل شوی وزیراعظم عمران خان خپل دې روان احتجاجي تحریک ته "د ازادۍ مبارزه" وايي.

نوموړی دریځ لري چې ګواکې دی ځکه د یو بهرني سازش له لارې لرې کړل شو چې د ده په وینا، ده د پاکستان بهرنۍ تګلاره ازادول غوښت.

عمران خان تر دې مخکې هم دعوه کړې چې پخوانیو اپوزیشن ګوندونو د امریکا په ملاتړ د ده پرضد په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحریک دایر کړی وو.

د پاکستان د اوسني اېتلافي حکومت ګوندونو او واشنګټن په بیا بیا دا تور رد کړی.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

عمران خان بیا تور پورې کړی چې په سازش یې حکومت ړنګ شو

هغو ګوندونو پخوا ویلي ول چې د عمران خان حکومت د اقتصاد په رغولو کې پاتې راغلی وو نو ځکه یې پرضد د بې باورۍ تحریک وړاندې کړ.

عمران خان د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه، له واکه له لیرې کېدو راهیسې احتجاجي جلسو ته دوام ورکړی دی.

نوموړي د اپریل پر ۲۱مه د لاهور غونډې ته په وینا کې زیاته کړه چې د خپلو احتجاجونو له لارې حکومت د انتخاباتو اعلان ته مجبوروي.

خو د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ اېتلافي حکومت ویلي دي چې انتخابات به د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې پر ټاکلي وخت کېږي.

عمران خان له هغه وروسته وزیراعظم شوی وو چې ګوند یې د ۲۰۱۸م کال د جولايي پر ۲۵مه په عامو انتخاباتو کې پراخې چوکۍ ګټلې وې.

خو د اپوزېشن ګوندونو تور پورې کړی وو چې ګواکې پوځ د تحریک انصاف په حق پراخې درغلۍ کړې وې او هغه یې واک ته رسولی وو. خو پوځ او تحریک انصاف دواړو دا تورونه رد کړي وو.