کډوالو مېرمنو ته له زړو جامو د نويو شيانو جوړولو هنر ور زده کول کېږي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په اسټرالیا کې یوه اداره هلته ورغلیو کډوالو مېرمنو ته د ګنډلو هنر ور زده کوي چې روزګار وکړي. دوی له زړو او ضایع کېدونکو جامو نوي‌ شیان جوړوي. کډوالې مېرمنې ډېرې خوشحاله دي چې هم هنر زده کوي او هم ځان ته پیسې ګټي. بوریوال کاکړ د اسوشيېټېډ پریس اژانس د ويډيو پر مټ راپور جوړ کړی دی.