۸۲ کلنه اوکراینۍ د خپلو چرګانو لپاره په ویجاړ کور کې اوسي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د اوکراین ۸۲ کلنه زېنایدا ماکیشایېوا وایي دې په خپل ژوند کې دوه جګړې لیدلې دي او اوس یو ځل بیا په جنګي حالاتو کې ژوند کوي. نوموړې چې په خپل کور کې چرګان ساتي، وایي، سخت وخت ورباندې راغلی دی خو "خدای به یې تېر" کړي او یو ځل بیا به یې کور، کلی ودان شي. له پلازمېنې کییف سره نېږدې د هغې د کلي زیاتره ودانۍ ړنګې شوی دي او زیاتره اوسېدونکي یې کډه شوي دي. د ماکیشایېوا د ژوند په اړه د رویټرز اژانس له ویډیو څخه جوړ رپورټ وګورئ.