بايډن: هند دې له روسيې د تېلو رانیولو کچه نه زیاتوي

د امريکايي ولسمشر جو بايډن او د هندي وزیراعظم نریندر مودي د ۲۰۲۱ز کال د سېپټمبر ۲۴مې د ملاقات انځور.

د امريکا ولسمشر له هندي وزیراعظم نریندر مودي غوښتي چې له روسیې څخه دې د تیلو اخیستلو کچه نوره نه زیاتوي.

جو بايډن ويلي چې دا کار د هند په ګټه نه دی او دا اقدام د اوکراین په جګړه کې د امریکا غبرګون ته هم زیان رسولای شي.

ولسمشر بایډن، چې پر اوکراین د روسیې د برید پر وړاندې د هېوادونو د یو پراخ اېتلاف د جوړولو هڅه کوي، له وزیراعظم نریندر مودي سره يې د اپریل پر ۱۱مه تر یوه ساعت زیات وخت پورې ويډيويي خبرې وکړې.

بايډن وویل چې د روسیې د انرژۍ پر وسایلو تکیه به په نړۍ کې د هند دريځ ته ګټه ونه رسوي. د سپېنې ماڼۍ ویاندې جين ساکي هم ویلي چې ولسمشر ټرمپ د هند وزيراعظم مودي ته ویلي چې امریکا تیاره ده چې له هند سره مرسته وکړي چې خپله انرژي له بېلا بېلو منابعو ترلاسه کړي.

دا هم وګورئ: زېلېنسکي: پر روسيې د امريکا او اروپايي ټولنې نوي بنديزونه کافي نه دي

نوموړې زیاته کړې چې بايډن دا په ډاګه کړه چې له روسیې څخه د انرژۍ او نورو توکو په واردولو کې زیاتوالی د هند په ګټه نه دی. په داسې حال کې چې امریکا او نور هېوادونه د ماسکو د انرژۍ امدن د ختمولو هڅه کوي، هند په دې وروستیو کې له روسیې څخه د تېلو اخیستل زیات کړي او لومړي وزیر مودي د روسيې د تېلو اخیستلو د بندولو په اړه په څرګنده توګه هېڅ ژمنه نه ده کړې.

له امریکايي چارواکو سره د خبرو پر مهال وزیراعظم مودي د اوکراین وضعيت د زیاتې اندېښنې وړ وباله او وې ویل چې په دې جګړه کې د هند یو زده کوونکی هم وژل شوی دی. نوموړي زیاته کړه چې د روسيې او اوکراین له ولسمشرانو سره یې خبرې کړې او له هغوی یې د سولې غوښتنه کړې ده.