عرفان کمال: ټپه او چاربېته له پلاره راپاتې دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبرپښتونخوا د مردان يو پېژندلی سندرغاړی عرفان کمال دی. نوموړی د نوميالي سندرغاړي استاد فضل ربي زوی دی. کمال وايي، د خپل پلار له ژوند او سندرو په الهام اخيستو هڅه کوي پښتنو ته ښه شعر او موسيقي وړاندې کړي. د عرفان کمال دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.