په انډونیشیا کې زیاتره ښځې په جوماتونو کې تراوېح کوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په انډونیشیا کې د سړیو ترڅنګ ښځې هم په جوماتونو کې تراوېح کوي. په هغه هېواد کې په تېرو لسیزو کې سختدریځۍ هم وخت په وخت سر پورته کړی خو ښځې او نجونه یې د لوړو زده کړو ترڅنګ د ژوند په نورو چارو کې هم مساوي ونډه لري او زیاتره یې په جوماتونو کې لمونځ کوي. په انډونیشیا کې له ۲۷۰ مېلیونه خلکو څخه یې تر ۲۳۰ مېلیونه زیات مسلمانان دي. په دې ډول انډونیشیا د ابادۍ پر اساس د نړۍ تر ټولو لوی هېواد دی. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.