له شيخ زايد پوهنتون خوست څخه د ۳۳ ښځو په ګډون ۸۳۰ کسان فارغ شوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د روان ۲۰۲۲ز کال د اپریل پر اوله د خوست شېخ زاید پوهنتون له شپږو پوهنځیو څخه د ۳۳ ښځو په ګډون ۸۳۰ کسان فارغ شول. فارغ شوي زده کوونکي وايي چې د دوی لپاره دې د ماسټرۍ او پي اېچ ډي پروګرامونه پیل کړل شي تر څو د هغوی کاري وړتیاوې لوړې شي. بلخوا دوی غوښتنه کوي چې په خپلو مسلکونو کې دې د کارکولو فرصتونه ورته برابر کړل شي. په دې اړه د نجیب الله الوخېل ویډیويي راپور وګورئ.