اعجاز سرحدي: زما له مړينې سره به پښتو سارينده هم مړه شي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور نوميالی سارينده غږوونکی اعجاز سرحدي دی. نوموړی د هغو پاکستانيو هنرمندانو له ډلې دی چې د مارچ پر ۲۳مه ورته حکومت د ښې کارکردګۍ پر اساس صدارتي جايزې ورکړې. خو سرحدي وايي، دی اندېښمن دی چې که حکومت ورسره د سيمې ځوانانو ته د ساريندې ورزده کولو په چارو کې مرسته و نه کړي، نو ښايي دا ساز نور فنا شي. د سرحدي دا خبرې او په سارينده غږولې خينې نغمې يې لاندې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.