ملګري ملتونه وايي تر څلور ميليونه زیات اوکرایني وګړي پر هغه هیواد د روسیې د یرغل په نتیجه کې بېکوره شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ( یو این ایچ سي ار) په خبره د مارچ تر ۲۹مې پورې د ټولو اوکرایني کډوالو شمېر تر څلور ملیونه زیات ریکارډ شو. د ادارې په خبره په دې کې تر نیمايي زیات یې ګاونډي هېواد پولېنډ ته کډه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر فیلیپو ګرانډي نن (د مارچ پر ۳۰مه) پر ټویټر لیکلي چې د روسیې د حملې د پیل راهیسې په پينځو اوونیو کې د اوکرایني مهاجرو شمېر اوس څلور ميلیونه دی. نوموړي زیاته کړې چې دا مهال اوکراین ته رسېدلی چې د دغه بې معنا جګړې له امله د ځپل شویو او بېکوره شویو سره د مرستو د زیاتولو پر لارو چارو بحث وشي.
Refugees from Ukraine are now 4 million, five weeks after the start of the Russian attack.I have just arrived in Ukraine.In Lviv I will discuss with the authorities, the UN and other partners ways to increase our support to people affected and displaced by this senseless war.
— Filippo Grandi (@FilippoGrandi) March 30, 2022
د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال سازمان شمېرې ښيي چې په اوکراین کې دننه تر شپږ ملیونه زیات کسان کډوال شوي دي.
روسيې د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د ځمکې، هوا او سمند له لارې بريد پيل کړ چې پکې له سخت مزاحمت سره مخامخ ده او تر اوسه پکې روسي ځواکونو او پوځي سامانونو ته ډېر زیان رسېدلی دی. روسيې په داسې حال کې د اوکراین پر ښارونو بمباريو ته دوام ورکړی چې پر نړیوال کچ یې غندنه روانه ده او په سمدستي توګه د ډزبندۍ غوښتنې ورڅخه کېږي.
تر بريد وړاندې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې د اوکراین ټول نفوس ۳۷ ملیونه وو. په دې کې د روسيې لخوا له ځان سره یو ځای شوې سیمه کرایمیا او د ختیځ هغه برخې نه دي شاملې چې د روسيې ملاتړ لرونکو بېلتون پالو په ولکه کې دي.