د ایرلېنډ کرکټ بورډ وايي د روان ۲۰۲۲ز کال په اګست میاشت کې به له افغانستان سره د پينځو ۲۰ اووريزو سياليو کوربه توب کوي.
د ایرلېنډ کرکټ بورډ د مارچ په ۲۴مه وويل چې دا سیالۍ به د نړيوال ۲۰ اووريز جام لپاره د ایرلنډي لوبغاړو له چمتووالي سره مرسته وکړي. د افغانستان کرکټ بورډ هم پر ټويټر د دې لوبو مهالویش خپور کړی دی.
Tour confirmed ✅ Details of Afghanistan%27s white-ball tour of @cricketireland are now out.Read More ▶️ https://t.co/BeGrK48inW pic.twitter.com/7KlcMZc6MT
— Afghanistan Cricket Board (@ACBofficials) March 23, 2022
ټاکل شوې چې د کرکټ نړيوال ۲۰ اووريز جام سيالۍ به د روان ۲۰۲۲ز کال په اکتوبر مياشت کې په اسټراليا کې پيل شي.