د کرن خان پر پروګرام د پولیس چاپې په غبرګون کې د هنرمندانو احتجاج

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مارچ په اتلسمه په پېښور کې د وتلي پښتون سندرغاړي کرن خان د موسیقۍ پر پروګرام پولیسو چاپه ووهله، د موسیقۍ الات یې مات او هنرمندان یې ووهل. که څه هم د پېښور پولیسو مشر دفتر ويلي چې د دې پېښې پلټنې به کوي، د دې ښار هنرمندانو د موسیقۍ په غږولو احتجاج کړی دی. مظاهرينو د هنرمندانو د خوندیتوب غوښتنه کړې.