مشال راډيو ټويټر سپېس: "غني خان د پښتنو د بيا بيدارولو شاعر وو"

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د روان ۲۰۲۲ز کال د مارچ پر ۱۵ مه د نوموتي فلسفي شاعر، انځورګر او سیاستوال خان عبدالغني خان ۲۶ تلین ولمانځل شو. په دغه اړه د پښتونخوا په بېلا بېلو برخو کې د هغه په یاد کې غونډې جوړې کړل شوې وې چې پوهانو او د شعر مینه والو د هغه پر ژوند او فن خبرې وکړې. مشال راډیو هم په دغه ترڅ کې پر ټویټر سپېس يو بحث چمتو کړی وو چې ګډونوالو يې غني خان د پښتنو د بیا بیدارولو د شاعر په توګه یاد کړ. شاهین بونیري د همدې ټويټر سپېس په اړه راپور جوړ کړی دی.